برتانوۍ ماموره د زنداني سره په کوروالي ونيوه شوه

قسم په خدای دا خبره مې چې واورېده، ډېر حیران شوم. په انګلستان کې یوه مېرمن چې د زندان ماموره وه، داسې کار یې کړی چې نه د قانون سره برابر دی، نه د اخلاقو. وایي دا مېرمن به د شپې له خوا یو زنداني خپلې کوټې ته بوتله او هلته به یې تر سهاره ورسره کوروالي کاوه.

راپورونه وایي چې دا ښځه ۳۱ کاله عمر لري، او د شپې شپې به زنداني ورسره پټه خونه ته تللو. داسې ښکاري چې د دواړو ترمنځ مینه نه وه، بلکې صرف جنسي اړیکې وې. د زندان نور قیدیان وایي چې د دوی د چیغو او نارېو له امله به هغوی هم ویده نشول.

ښځې خپل مېړه هم درلود

تر ټولو بده دا ده چې دا ښځه واده شوې هم ده، او دا چې دا کار یې کړی، نو دا نه یوازې خپل عزت یې خراب کړ، بلکې د زندان سیستم ته یې هم ضربه ورکړه. مامور خو دا د دې لپاره نیول شوی چې امنیت وساتي، نه دا چې د قیدیانو سره پټې ناستې وکړي.

ویل کېږي چې د قیدی لخوا د دوی د جنسي اړیکې ویډیو هم شوې، او همغه ویډیو نورو ته لاس ته ورغله. اوس خلک حیران دي چې دا مېرمن څنګه دومره بې‌غمه وه چې د داسې کار لپاره حاضر شوه.

بل طرف ته زندانوال وایي چې دا د دوی لپاره هم لوی شرم دی. ځکه دا پېښه نه یوازې د هغوی د نظام خلاف ده، بلکې د ټولو مامورینو حیثیت هم بدناموي. دا وايي اوس به یې پر امنیتي چارو نور هم کار کوي، څو داسې څه بیا تکرار نشي.

عدالت خپله پریکړه اعلان کړه

عدالت هم دا خبره سخته ونیوله، او مېرمن ته یې ۱۵ میاشتې بند سزا ورکړه. ځینې سرچینې وایي چې هغې هڅه وکړه له هېتهرو هوایي ډګر څخه تېښته وکړي، خو ونیول شوه او زندان ته واستول شوه.

زما په نظر دا یوه غټه رسوايي ده. دا باید ټولو لپاره عبرت شي، که یو څوک هر څومره احساساتي شي، باید د خپل کار او عزت حدود هېره نه کړي. زندان د عشق ځای نه دی، هلته نظم، قانون او ذمه واري وي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top