يوه مکسيکويي جنسي فلمونو لوبغاړې چې “ماريا ګوتيرېز” نومېده، د فلم ډکولو پر مهال ناڅاپه مړه شوه. د هغې عمر يوازې ۲۴ کاله و او دا يې درېيم فلم و چې له يوې خصوصي کمپنۍ سره يې کار کاوه. پېښه د فلمبردارۍ په استوډیو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د يو سخت فزيکي صحنې پر مهال يې ناڅاپه ساه بنده شوه.
د فلم ټيم غړي وايي چې ماريا ناڅاپه بې سده شوه، خو ټولو فکر کاوه چې دا د صحنې برخه ده. کله چې هغې حرکت ونه کړ، سمدلاسه يې امبولانس وغوښت. طبي ټيم راغی خو متأسفانه يې د مرګ اعلان وکړ. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او استوډیو تر موقتي بندېدو لاندې راوستل شوې ده.
ماريا ګوتيرېز درې کاله مخکې دې صنعت ته راغلې وه او ډېر ژر يې شهرت وموند. هغې په خپلو وروستيو مرکو کې ويلي وو چې غواړي دا مسلک د لنډ وخت لپاره وساتي او وروسته د ژوند بله لاره غوره کړي. خو د ژوند دا ارمانونه يې ناڅاپه مړه شول.
د ماريا کورنۍ وايي چې هغوی ته د هغې د کار طبيعت معلوم و، خو د هغې پريکړې ته درناوی درلود. دوی غواړي چې د هغې مړينه بېپرده وڅېړل شي او که چاته پړه ورګرځي، قانوني اقدام دې وشي. د کورنۍ يوه غړي وويل: “زموږ ماريا يوازې يوه اداکاره نه وه، بلکې يوه مهربانه او هوښياره نجلۍ وه.”
اوس د مکسيکو په فلمي حلقو کې د دغې پېښې له کبله غم خپور شوی دی. ګڼو اداکارانو، کارګرو او مينهوالو يې پر مرګ خواشيني څرګنده کړې. دا پېښه يو ځل بيا پوښتنې راپورته کړې چې آیا د جنسي فلمونو په صنعت کې د اداکارانو ژوند ته پوره پام کېږي که نه.