په ډېرو خلکو کې دا پوښتنه وي چې د جنسي فلمونو لوبغاړې په يوه فلم څومره پيسې اخلي؟ ځواب یې ډېر حیرانوونکی دی، ځکه ډېری خلک فکر کوي چې دا لوبغاړې به لکونه روپۍ ګټي، خو حقيقت بل ډول دی.
د يوې فلمي صحنې لپاره چې يوازې يوه ورځ وخت نيسي، دوی ته زر امريکايي ډالر ورکول کېږي، چې دا شاوخوا يو لاکه او څو زره پاکستانۍ روپۍ کېږي.
خو که سړی ژور فکر وکړي، نو دا زر ډالر هم ډېر نه ښکاري. د دې لپاره چې يوه ورځ مسلسل کار، فزيکي فشار، او د شهرت يا بدنامۍ خطرات زغمل کېږي.
د جنسي فلمونو صنعت يو داسې ميدان دی چې له لرې ښايسته ښکاري، خو دننه ډېر درد، فشار او فکري تشويشونه لري. لوبغاړې نه يوازې خپل بدن خرڅوي، بلکې ډېر وخت خپل ذهن، ارام، او شخصي ژوند هم له لاسه ورکوي.
په فلم کې د کار کولو لپاره، يوه لوبغاړې بايد له ګڼو مرحلو تېر شي. د مکياج، تمرين، او لارښوونو پر اساس هغې ته يو ځانګړی رول ورکول کېږي، او دا ټول کارونه د يوې ورځې دننه بشپړېږي.
خو بيا هم، د هغې د بدن تصويرونه، ويډيوګانې، او حرکات د اوږدې مودې لپاره انټرنيټ ته پاتې کېږي. دا يوه خطرناکه معامله ده چې د زر ډالرو په بدل کې ترسره کېږي.
که څه هم ځينې مشهوره لوبغاړې تر دې ډېره ګټه هم ترلاسه کوي، خو د نويو يا عادي لوبغاړو لپاره دا مقدار معمولاً له زر ډالرو نه پورته نه وي. هغوی مجبوره وي چې د پېسو لپاره دا کار وکړي، ځکه ډېر وخت نور انتخاب نه لري. د دې صنعت دننه ډېری ښځې د سختو اقتصادي ستونزو له کبله دا لار غوره کوي.