د هر کنسرت په مهال خپل ځان انزال کوي

يوه امريکايي سندرغاړې چې د خپل جريئت، ځانګړي انداز او له پولو اوښتې شوونو له امله مشهوره شوې، د خپلو کنسرتونو پر مهال داسې عملونه ترسره کوي چې ډېری خلک حيران، خوابدي او حتا غوصه کوي. نوموړې وايي، غواړي د موسيقۍ له لارې د ازادۍ، جسمي مالکيت او ښځينه ځواک څرګندونه وکړي، خو د هغې کړنې تر ډېره د بحث او لانجې وړ ګرځېدلي.

د هغې تر ټولو زيات بحث‌پارونکي عمل دا دی چې د هر کنسرت پر مهال د خلکو په وړاندې ځان انزالوي. نوموړې دا کار په ډاګه او له شرم پرته کوي او وايي دا د هغې د بدن او هنر ازادي ده. دغه صحنې بيا ځيني وختونه د کنسرت پر سټېج ژوندۍ خپرېږي او ګڼ شمېر نندارچيانو يې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې کړې دي، چې لا نور هم د غبرګونونو لړۍ توده کړې ده.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکي پر دې کړنه بېلابېل نظرونه لري؛ ځيني يې ستايي او وايي چې دا د ښځو د ځان‌واکۍ يوه بله بڼه ده، خو ډېر خلک بيا دا يو ناوړه، بې‌شرمه او غېراخلاقي عمل بولي چې د عامو خلکو په وړاندې د ترسره کېدو هېڅ توجيه نه لري. دغه غبرګونونه ښيي چې ټولنه لا هم د جسمي ازادۍ او عامه اخلاقو تر منځ پر کرښه حساسه ده.

په ورته وخت کې، د امریکا د هنر او موسیقۍ ځینې اتحادیې هم دې مسئلې ته پام اړولی دی. ځيني له هغې دفاع کوي او وايي چې هنر باید له محدويتونو خلاص وي، خو نور بيا دا يو جنسي نمايش ګڼي، نه موسيقي. په ځينو مواردو کې د هغې کنسرتونه لغوه شوي او ځينې ښارونه يې پر فعاليت بنديزونه هم لګولي دي.

سره له دې، نوموړې سندرغاړې لا هم پر خپل دريځ ټينګه ده او وايي چې دا د هغې شخصي انتخاب دی، څوک حق نه لري چې د هغې پر بدن او هنري اظهار قضاوت وکړي. که څه هم دا کړنه د شهرت يو ډول وسيله هم ښکارېږي، خو دا هم څرګنده ده چې د هنر تر نامه لاندې هر څه د خلکو د زغم وړ نه دي او حدود لري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top