که ښځه مو د ورځې تل ستړې او بداخلاقه وي، دا یو ښکاره نښه ده چې جنسي ژوند یې نیمګړی دی. که یوه ښځه جنسي پوره والی احساس نکړي، نو بدن یې همېشه تر فشار لاندې وي، د اعصابو توازن یې ګډوډېږي، او په ورځني ژوند کې زغم یې کمېږي. دا حالت په دې دلالت کوي چې خاوند یې نشي توانېدی، هغه ته لازمي جنسي تسکین ورکړي.
دوهمه نښه دا ده چې که ښځه مو په کوچنیو خبرو کې ډېر حساسه وي او د هر شي نه ژر خوابدي کېږي، نو دا هم د جنسي نارضایتۍ نښه ده. کله چې یوه ښځه فزیکي او احساساتي خوشحالي ترلاسه نکړي، نو طبیعي ده چې د بدن انرژي یې په غصه، ستړیا، او اضطراب بدلېږي. که خاوند یې سم انزال کولی، نو د بدن دا اړتیا به یې پوره شوې وه او د دې ناخوالو سره به نه مخ کېده.
په دې دواړو حالاتو کې، نارینه باید پوه شي چې ستونزه د ښځې په چلند کې نه ده، بلکې د جنسي ژوند د نیمګړتیاوو نتیجه ده. که نارینه غواړي، چې ښځه یې خوشحاله، ارامه، او د ژوند نه راضي وي، نو باید د جنسي اړیکو پر کیفیت تمرکز وکړي، نه یوازې په خپل انزال.
دا موضوع یوازې د فزیکي اړيکو پورې محدود نه ده، بلکې د احساساتي اړیکو سره هم تړاو لري. که خاوند خپله ښځه درک کړي، د هغې غوښتنې واوري، او د اړیکو په کیفیت کار وکړي، نو نه یوازې د ښځې چلند به ښه شي، بلکې د دواړو ترمنځ به مینه او تفاهم هم ډېر شي.