په افريقا کې د “موسو” قبيله چې د مالي په هېواد کې مېشته ده، د نړۍ له هغو ټولنو څخه ده چې ښځې پکې واکداره دي.
په دې قبيله کې ښځې نه يوازې چې د کور مشري کوي، بلکې اقتصادي چارې، پریکړې او حتی د شخړو حل هم د هغوی له لوري ترسره کېږي.
دلته نارينه ډېر لږ واک لري، هغوی اکثره وخت د ښځو تر سيورې لاندې ژوند کوي او د کورنۍ مهمو پریکړو ته هېڅ ارزښت نه لري.
په دې قبيله کې يوه ښځه کولای شي څو نارينه خپل خاوندان کړي، خو اکثره وخت نارينه یوازې د نسل د دوام لپاره کارول کېږي.
د موسو ښځې ډېرې قوي، خپلواکې او مدبرې دي. هغوی کاروبارونه چلوي، مځکې اداره کوي او ټولنه کنټرولوي.
سړي که هر څومره بااستعداده وي، تر لسو زياتو ښځو تر واک لاندې وي او د هغوی له اجازې پرته هېڅ نه شي کولی.
دغه ټولنه د ښځو واکمنۍ ژوندی مثال دی، چې نړۍ ته دا درس ورکوي، ښځې که چانس ولري، نو ټولنه ښه اداره کولی شي.