هندۍ ماډله: خاوند مې په پټه د شهوت کمولو درمل راکړي و

سونالي فېروزا، يوه ښايسته ۲۳ کلنه هندۍ ماډله ده چې د خپل مېړه له لوري د اعتماد خلاف سخت ټکان خوړلی. هغې پخپله تازه څرګندونه کې وويل چې مېړه يې په پټه ډول داسې درمل ورکړي وو چې د جنسي غوښتنې کچه راکموي. دا خبره هغې ته وروسته معلومه شوه، خو هغه وخت يې په ژوند کې ژور بدلونونه راپېښ شوي وو.

هغې زياته کړه چې يو وخت ناڅاپه احساس يې وکړ چې نور د جنسي اړیکو شوق نه لري. پخوا به يې د ورځې دوه يا درې ځله د کوروالي غوښتنه لرله، خو اوس حال دا دی چې آن د ورځې يو ځل هم ورته شوق نه پيدا کېږي. دا بدلون دومره ناڅاپي او ناببره و، چې هغې ته دا شک پېدا شو چې ښايي څه غلط روان وي.

په لومړي سر کې سونالي فکر کاوه چې ښايي دا د فشار يا رواني اضطراب له امله وي، خو کله چې يې طبي معاینه وکړه، ډاکټرانو ورته وويل چې دا د هغو درملو له امله دي چې د شهوت کمولو لپاره کارول کېږي. له همدې ځایه هغې ته شک پيدا شو چې دا درمل به چا ورکړي وي.

کله چې يې مېړه سره خبره شريکه کړه، نو هغه وروسته ومنله چې هو، دا درمل ما ورکړي وو ځکه زه نه غوښتل چې ته ډېر زيات جنسي فعال پاتې شې. دا خبرې د سونالي زړه ټوټه ټوټه کړې او ځان يې بې ارزښته احساس کړ.

سونالي اوس د قانوني لارو خپل حق غواړي او وايي: “زه نه يوازې د جسماني ازادۍ، بلکې د خپل باور او اعتماد د غلا له امله ډېر ځورېدلې يم. هېڅوک حق نه لري چې زما له اجازې پرته زما بدن باندې لوبې وکړي.”

 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top