هندۍ ناوې د واده په شپه لوڅه له خپل مېړه څخه تښتېدلې

د هند يوې پېغلې واده د هغې لپاره د خوښۍ پر ځای د وير شپه وه. هغې ويل چې د واده په شپه يې خاوند وليد، نو سمدستي زړه يې تور شو.

نوموړې وايي چې کله يې خاوند ته وکتل، نو نه يوازې دا چې زړه يې بند شو، بلکې د ده د رنګ له امله ورته کرکه ورغله. وايي دومره تور و، لکه شپه چې راپرې خپره وي.

هغې د کورنۍ له فشار سره واده کړی و، خو وايي هېڅکله يې فکر نه و کړی چې خاوند به يې دومره بدرنګه وي. د دې پر ځای چې د نکاح شپه د مينه ناکو خبرو وي، هغه د تښتېدو پلان جوړاوه.

د واده شپه يې له ورايه خپل کالي وايستل، ساده جامې يې واغوستې او له کړکۍ يې ځان لاندې کړ. وايي په دې شيبو کې د زړه درزا يې اورېده، خو وېره يې نه وه، بلکې خوشالي وه.

نجلۍ له کور نه وتلې، سړک ته راوتلې او د يوه ټکسي چلوونکي نه يې مرسته غوښتې وه. وايي ښه خلک هم شته، ځکه يو موټروان يې مرسته وکړه.

اوس نوموړې په خپل پلارني کور کې ده، او د طلاق قانوني چارې يې روانې دي. وايي چې هېڅکله به دا غلطه پرېکړه بيا تکرار نه کړي.

هغې دا هم زياته کړه چې واده بايد له رضا سره وي، نه د ظاهري عزت لپاره. او رنګ، ښکلا او بڼه هم بايد پټ نه کړل شي، ځکه دا هم د ژوند مهم اړخونه دي.

 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top