ښځه که هر څومره وفاداره، عاقله او مومنه وي، خو بيا هم د ځينو حالاتو، ځايونو او شرايطو اغېز له انساني فطرت او احساساتو سره تړاو لري. ځينې ځايونه داسې دي چې که يوه ښځه پکې يوازې پاتې شي، نو شيطاني وسوسې، د بهرنيانو ناوړه نيتونه او يا هم د کمزورې شېبې غلطي ډېر ژر ورسره ګډېږي.
لومړی ځای د دفتر يا کار ځاي دی. که ستاسې ښځه په داسې دفتر کې يوازې پاتې شي چې هلته نور نارينه وي، نو د نارينه و توجه، شوخي او نازونه ممکن وي د هغې ذهن اغېزمن کړي، او يا هم کوم بېادبه کس د هغې خاموشي غلط تعبير کړي.
دويم ځای د انټرنټي خبرو خونه يا سوشیل میډیا دی. که يوه ښځه بې کنتروله، يوازې او پرته له هدفه په سوشیل میډیا ګرځي، نو د پاملرنې، ستاینې او خوږو خبرو له لارې ډېر نارينه د هغې ذهن خپلولای شي.
درېيم ځای د يو ناپېژندلي دوست کور دی، که ښځه مو له چا سره ډېره نږدې شي، که هغه ښځه وي يا نارينه، نو دا نږدېوالی او یوازيتوب ممکن ډېر ژر خطرناکې نتيجې ولري. ډېرې دروازې له همداسې دوستيو خلاصېږي.
څلورم ځای هغه ځایونه دي چې احساسات پکې ژر راپارېږي، لکه پارټي، فلم، یا د موسيقۍ محفلونه. دا هغه ځایونه دي چې يوه ښځه که يوازې پکې لاړه شي، د چاپېريال او شور له امله خپل ځان هېرولای شي، او بيا خو شېبه هم کافي وي.
د يو سړي وقار، غيرت او محبت دا غواړي چې ښځه يې يوازې نه پرېږدي، نه د کار ځای ته، نه د دوستۍ دايرو ته، نه د مجازي نړۍ بې هدفه چکر ته، او نه هم د فطرت پاروونکو مجلسونو ته.
د اعتماد مانا دا نه ده چې موږ سترګې پټې کړو، بلکې دا ده چې له خطراتو مخکې احتياط وکړو. ښځه د سړي امانت دی، او امانت بايد تل خوندي وساتل شي، نه دا چې پرېښودل شي او بخت ته وسپارل شي.