د امريکا په متحده ايالاتو کې يوې ۲۸ کلنې ښوونکې پخپل ۱۵ کلن شاګرد باندې پنځوس ځله جنسي تېری کړی دی. د رسنیو د راپورونو له مخکې ښوونکې د پوليسو له لوري نيول شوې ده.
دا ښوونکې چې اته ويشت کاله عمر لري د سپورت په برخه کې د يوه شخصي ښوونځي استاده وه چې د خپلې دندې څخه په ناسمې ګټه اخيستو باندې یې د خپل يوه کمر عمره شاګرد سره اړيکې جوړې کړې وې.
ددې ښوونکې نوم کريسټينا فمېلا دی او واده یې هم کړي دی. پخپله دې ښوونکې او خاوند یې دا تورونه رد کړې دي او ویلي یې دي چې د شاګرد سره نیږدې او صمیمی اوسیدل د کوروالي په مانا نه دي.
کريسټينا د خپل ځان ددفاع په یوه بيان کې ويلي دي چې دا کاملاً بې ګناه ده او ورسره کېدونکی چلند هېڅ قانوني اړخ نلري، نوموړې زیاتوي چې دا ځکه هدف ګرځول شوې چې ښځه ده.
د هغه په وینا که نارينه مجرم وي نو ثبوت او دلايل وړاندې کېږي خو که ښځه تر کوم تور لاندې ونیول شي نو د هغه اخلاق او شخصیت باندې بحث کېږي.
خو پولیس وایي د شاګرد په ټليفون کې یې داسې مسجونه ليدلي دي چې ښيي دې ورسره جنسي اړيکې ټينګې کړې دي او د جنسي اړیکې د خوند په هکله یې د يو بل سره خبرې کړې دي.
د شاګرد مور او پلار پوليسو ته ويلي دي چې زور دوی ته منلې ده چې دې ښوونکې ورسره د پنځوس ځله هم زيات کوروالی کړی دی.