يوه فرانسوی جنسي کارګره په ښکاره ډول اعتراف کړی چې د پيسو په بدل کې هر ډول غوښتنه مني، آن که هغه غوښتنه ډېره بې شرمه او عجيبه هم وي. نوموړې وايي چې د دې کار يوازينی هدف يې د پيسو تر لاسه کول دي او د پيسو لپاره د شرم يا حيا پروا نه کوي.
دغه کارګره زياتوي چې د مشتريانو غوښتنې تل يو ډول نه وي؛ ځينې عادي وي خو ځينې بيا دومره عجيبه او بې شرمه وي چې په عادي ژوند کې هېڅوک يې تصور هم نه شي کولی. خو هغې ټينګار وکړ چې کله پيسې ډېرې ورکړل شي، نو هغه هره غوښتنه منلې ده.
په اروپايي ټولنو کې داسې څرګندونې د خلکو پام ځان ته را اړوي، ځکه د جنسي کاروبار موضوع همېشه د بحث لاندې وي. ځينې خلک د هغې خبرې د پيسو لوږې او اړتيا نتيجه بولي، خو نور بيا دا د انساني کرامت سپکاوی ګڼي.
دغه فرانسوی کارګره په خپل ژوند کې د شتمنو کسانو ډېر کيسې هم يادې کړې دي، چې د عادي اړيکو پر ځای يې له هغې داسې غوښتنې کړې وې چې د نورو ښځو لپاره به هېڅ د منلو وړ نه وې. نوموړې وايي: “پيسې چې ډېرې شي، هر څه ممکن کېږي.”
د دې اعتراف له خپرېدو وروسته په رسنيو کې سخت بحثونه راپورته شوي دي. ځينې خلک وايي دا د انساني ارزښتونو لوېدنه ده، خو نور بيا استدلال کوي چې دا د هغې شخصي انتخاب دی. که څه هم هر نظر خپل ځای لري، خو خبره دا ده چې پيسې کله کله د انسان حدود او شرم دواړه له منځه وړي.