د شکر ناروغي نه يوازې د انسان په بدن منفي اغېز کوي، بلکې د کورني ژوند په اړیکو کې هم ستونزې راولاړوي. ډېر وخت ليدل کېږي چې د دې ناروغۍ لرونکي کسان د جنسي کمزورۍ له ستونزې سره مخ کېږي. د يوې ښځې په وينا، د هغې خاوند د شکر ناروغي لري او د همدې له امله يې جنسي غړی سم نه پاڅېږي او په مياشت کې يوازې يو ځل ورسره کوروالی کوي. دا حالت د دواړو ژوند سختوي او د دې ناروغۍ پر نښو د پوهېدو اړتيا ډېره ده.
لومړۍ نښه د شکر ناروغانو کې جنسي کمزوري ده. دا د دې له امله وي چې د وينې دوران سم نه وي او هغه رګونه چې د جنسي ځواک مسوول دي، کمزوري کېږي. کله چې د نارينه جنسي غړی سم ونه پاڅېږي، طبيعي ده چې د کورني ژوند په خوښۍ کې هم کمي راشي.
دويمه مهمه نښه تل پاتې ستړيا ده. د شکر ناروغان ډېر وخت ځان ستړی او بې حاله احساسوي. دا ستړيا د دې سبب کېږي چې د دوی علاقه او توان په کورني اړیکو کې هم ټيټ شي. ښځه ډېری وخت ويني چې خاوند يې د ډېر ستړيا له امله د کوروالۍ توان نه لري.
دريم نښه د زياتې تندې او تشو متیازو تکرار دی. کله چې يو څوک تل تږي وي او پرلهپسې تشې متيازې کوي، بدن يې د کمزورۍ احساس کوي. دا حالت د نارينه جنسي ځواک نور هم خرابوي او د کوروالۍ پر مهال ستونزې زياتوي.
څلورمه او پنځمه نښې چې ډېر مهمې دي، د وزن کمېدل او د زخمونو په رغېدو کې ځنډ دي. دا دواړه د بدن د عمومي روغتيا کچه ټيټوي او د نارينه په جنسي ځواک بد اغېز کوي. کله چې د بدن روغتيا په ټيټه کچه وي، نو د کورني ژوند جنسي اړخ هم د کمي او ستونزو سره مخ کېږي.