هاېلي ډيويس، چې د لويانو د فلمونو يوه مشهوره لوبغاړې ده، خپله يوه زړهبوږنونکې تجربه شريکه کړې ده. هغې ويلي، په ډېرو لنډو مياشتو کې يې سلګونه صحنې ثبت کړې، چې ځينې ورځي به يې درې درې صحنې هم ثبتولې.
په يو خاص صحنه کې، چې له يوه پوځې سړي سره يې ترسره کوله، ناڅاپه يوه جدي پېښه وشوه. د صحنې پر مهال د هغې IUD (يو ډول د حمل ضد وسيله) خوځېدلې وه، چې له کبله يې د دواړو جسمي زيان رامنځته شو.
هاېلي وايي چې د صحنې وروسته دواړه تشناب ته لاړل، خو هلته يې پوه شول چې مسئله ډېره سخته ده. نه يوازې دا چې د سړي عضوه زيانمنه شوې وه، بلکې د هغې خپله رحم هم پرې شوی و.
د درد شدت دومره زيات و چې دواړه دې ته اړ شول چې روغتون ته ولاړ شي. هلته ډاکټرانو IUD له رحم څخه ويستله او دواړه يې تر درملنې لاندې ونيول.
هاېلي وايي دا پېښه نه يوازې فزيکي، بلکې ذهني زيان هم وو. هغې اعتراف وکړ چې داسې پېښو د هغې کار ډېر سخت کړی او دا يو له هغو تجروبو څخه ده چې هېڅکله يې نه شي هېرولی.
د دې ډول پېښو يادونه د دې لپاره هم مهمه ده چې خلک وپوهېږي، حتا هغه وسايل چې د خونديتوب لپاره کارېږي، که سم ونه کارول شي، خطرناکې پايلې لرلای شي.