شپږ مياشتې وروسته خبره شوه چې مېړه یې نر ندی

۲۴ کلنه پیغله چې اوس يې نوم او هويت پټ ساتل شوی، د خپل ژوند تر ټولو لويه راز افشا کړی دی. هغې ويلي، چې شپږ میاشتې وروسته يې پوهه شوه چې مېړه يې اصلي نارينه نه و.

هغې په اعتراف کې زياته کړې، چې د واده نه وروسته شپږ مياشتې يې د خپل مېړه سره ګډ ژوند وکړ. خو تل به يې زړه شکمن و، ځکه د کوروالي پر مهال به مېړه یې چرته نه چرته پلمه کوله.

هغه وايي، کله به يې روڼا بنده کوله، کله به یې ځان ناروغه کاوه، او کله به يې له نږدېتوبه تښته. دا حالت دومره ډېر شو چې هغې پرې شک پېدا کړ.

په پای کې هغې پټه پلټنه وکړه، جامې یې وکتلې، شواهد یې راغونډ کړل، او بالاخره پر دې خبره باوري شوه چې مېړه يې سړی نه دی.

هغه ژړا سره وويل، “ما د ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وکړه. ما باور وکړ، خو هغه د ښځې جسم و، نارينه نه و.”

تر دې پېښې وروسته، هغه له کور نه ووتله، او اوس د طلاق لپاره قانوني مراحل پيل کړي دي.

د دې پېښې وروسته ډېرو خلکو د هغې ملاتړ کړی، خو خپله پيغله وايي چې د باور ماتې درد تر هر څه زيات و.

 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top