په پولنډ کې یوه مشهوره ورزشکاره پیغله، چې د خپلې ښايست، فټنس او ځواک له امله پېژندل کېږي، یوه حیرانوونکې اعتراف کړې چې ټول خاوندان یې تر واده یوه هفته وروسته طلاق راکوي.
نوموړې وايي، د طلاق اصلي لاملونه یې د جنسي اړیکو شدت او د انزال وخت اوږدېدل دي، چې خاوندان یې نه شي زغملای.
ورزشکاره وايي: “زه په جنسي اړیکو کې ډېره فعاله یم، انرژي مې زیاته ده او له همدې امله د انزال پروسه راته اوږده ده. اکثره خاوندان مې وايي چې زه ډېر سخت کوروالی کوم او دوی نه شي کولی زما غوښتنې پوره کړي.”
هغې زیاته کړه چې ډېری نارینه یوازې د ښکلا یا شهوت له مخې واده کوي، خو کله چې د عمل میدان ته راشي، له حده زیات کمزوري ثابتېږي. “زه نه یم هغه ښځه چې په دوو دقیقو قناعت وکړي، زه دوامدار او متوازن جنسي ژوند غواړم.”
د دې ښځې بیان د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو ژور تاثیر کړی دی. یو شمېر کسانو هغې ته حق ورکړی، ويلي یې دي چې ښځه هم باید د خپل جسمي او جنسي حق لپاره ودرېږي، خو ځینې بیا پر دې اند دي چې ډېر سخت کوروالی کول ممکن د شریک نارینه رواني او فزیکي فشار زیات کړي.
د موضوع له راپورته کېدو وروسته، ګڼ شمېر نارینه د هغې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې له هغې سره به واده کوي، که څه هم هغه سخت کوروالی غواړي. خو نوموړې په ډېر وضاحت سره ویلي: “زه داسې خاوند غواړم چې زما سره د ځواک، حوصله، او دوامدارې مینې په میدان کې مقابله وکړي، نه دا چې یوه هفته وروسته طلاق راکړي.”
دا قضیه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د فزیکي فټنس او جنسي فټنس ترمنځ توازن شتون لري او که نه؟ او چې ایا هر څوک د یوې پیاوړې، فعاله او زړوره ښځې د جنسي غوښتنو زغملو ته چمتو دي؟