څېړنه: ايراني نجونې د افغانانو سره زیات کوروالی کوي، سبب یې حیرانوونکی دی

ایراني نجونې له افغانانو سره د ودونو او اړیکو په زیاتېدو دي، چې دې مسئلې مختلف ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي عوامل لري. یو له مهمو عواملو اقتصادي ستونزې دي، ځکه چې ډېر ایرانیان د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د ودونو لګښتونه نشي زغملی، خو افغانان، چې ډېری یې په کارونو بوخت دي، ښايي د واده شرایط ژر برابر کړي. د ایران د لوړ مهریې (ګران ولور) کلتور هم د دې لامل شوی چې ځینې ایراني نجونې افغانانو ته ترجیح ورکړي، ځکه چې افغانان معمولا د ودونو شرایط ساده ساتي.

بل مهم عامل فرهنګي نزدېکت دی. افغانان او ایرانیان د دیني، ژبني او کلتوري ورته والي له امله ژر یو له بل سره توافق ته رسېږي. په ځانګړي ډول، هغه افغانان چې د ایران په مذهبي سیمو کې اوسیږي، د ایران له دودونو سره ډېر اشنا دي. دا هم یو لامل دی چې ایراني نجونې ځانونه د افغانانو سره په اسانه عیارولی شي. د دې ترڅنګ، په ایران کې د افغانانو شمېر ډېر شوی، او د طبیعي تعاملاتو له امله اړیکې رامنځته کېږي.

اجتماعي محدودیتونه هم د دې پدیدې یوه برخه ده. په ایران کې ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو لپاره د واده زمینه نشي برابرولی، او که د واده عمر تېر شي، دا یې د کورنۍ لپاره ننګونه ګڼل کېږي. له همدې امله، ځینې کورنۍ که د افغانانو له خوا د واده وړاندیز ترلاسه کړي، مثبت ځواب ورکوي. همداراز، د ځینو افغانانو اخلاقي، دیني او کورني ارزښتونه هم ایراني نجونو ته د منلو وړ تمام

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *