کوروالي ته یوازې فزیکي عمل په سترګه کتل نهدي پکار، بلکې دا یو عاطفي، ذهني او احساساتي تړاو هم لري. د دې لپاره چې میړه او ښځه یو بل ته بشپړ خوښي ورکړي، نارینه باید د خپلې ښځې اړتیاوې په ښه ډول درک کړي. دا اړتیاوې یوازې فزیکي نهدي، بلکې د ورځني ژوند مهم عناصـر هم پکې شامل دي.
۱. مینه او پاملرنه
ښځې فطرتاً د مینې او پاملرنې تږي وي، او که میړه ورځنی ژوند له مهربانۍ، خوږو خبرو، او رښتیني احساساتو ډک کړي، نو دا به د هغوی ترمنځ اړیکې نورې هم ټینګې کړي. کله چې نارینه خپله ښځه د زړه له کومې وستايي، ورته مهربانه او خواخوږی و اوسي، او د هغې احساساتو ته ارزښت ورکړي، نو ښځه به ورته په عین ډول ځواب ووايي. دا مینهیې نه یوازې ورځنی ژوند رنګین کوي، بلکې د کوروالي پر مهال هم عاطفي اتصال پیاوړی کوي.
۲. ارام او امنیت
ښځې د ارامۍ او امنیت احساس ته اړتیا لري، که دا مالي، عاطفي یا فکري بڼه ولري. که نارینه ښځې ته دا احساس ورکړي چې هغه خوندي ده، د ژوند ټولې ستونزې بهیې حلوي، او له هغې سره په هر حالت کې ولاړ دی، نو ښځه به ورسره په بشپړ باور ژوند ته دوام ورکړي. دا باور د دې لامل کېږي چې ښځه د کوروالي پر مهال له هر ډول ذهنې فشار پرته خپل احساسات څرګند کړي، چې د دواړو لپاره د خوښۍ او رضایت لامل ګرځي.
پایله
د ښځې د جنسي رضایت لپاره یوازې فزیکي هڅې بسنه نه کوي، بلکې عاطفي اړیکې هم باید پیاوړې وي. که نارینه خپلې ښځې ته د ورځې مینه او پاملرنه، او د ارامۍ او امنیت احساس ورکړي، نو دا بهیې نه یوازې د واده ژوند ته برکت ورکړي، بلکې د کوروالي کیفیت به هم لوړ کړي.