ډاکټران خبرداری ورکوي: پدې دوه طریقو کوروالی د نارينه د جنسي غړی ماتوي

ډاکټران خبرداری ورکوي چې ځينې ډولونه د جنسي اړیکې د نارينه د جنسي غړي لپاره خطرناک تمامېدای شي. د جنسي غړي ماتېدل يا ټپ کېدل يو جدي طبي حالت دی چې ډېری کسان يې د تصور وړ هم نه بولي. خو څېړنې ښيي چې په ځانګړو حالاتو کې د نارينه جنسي غړی د سخت فشار، ناسم حرکت يا د زور وهلو له امله ماتېدای شي. دا نه يوازې دردناکه پېښه ده بلکې سمدستي جراحي درملنې ته هم اړتيا پيدا کوي.

ډاکټران په ډاګه کوي چې تر ټولو خطرناکه حالت هغه دی کله چې ښځه د نارينه پر سر ناستې وي. په دې حالت کې که چيرې ښځه په ناسم ډول حرکت وکړي يا ناڅاپي فشار راشي، د نارينه د جنسي غړي ماتېدل ډېر امکان لري. ځکه د بدن ټول وزن او د حرکت زور پر همدې برخې واردېږي. ډېری طبي راپورونه ښيي چې د نارينه د جنسي غړي ماتېدو تر ټولو زياتې پېښې د همدې پوزيشن پر مهال رامنځته کېږي.

دويمه خطرناکه طريقه هغه ده چې کوروالی د “ډاګي سټایل” يا د شا له لوري ترسره کېږي. په دې حالت کې هم که حرکت ډېر تېز، بې‌احتیاطه او له کنټرول بهر وي، د نارينه د جنسي غړي د ټپي کېدو امکان لوړ دی. د ناڅاپي ليږد، ناسم ځای پر ځای کېدو او تېز حرکتونو له امله د ماتېدو پېښې ډېرې ثبت شوي دي.

که د نارينه جنسي غړی مات شي، سمدستي نښې يې په کې لوېدنه، د وينې رنګ سور او شين کېدل، سخت درد او د انزال پر مهال شدیده تکليف ښکاره کېږي. ډاکټران ټينګار کوي چې دا هېڅکله ساده نه ګڼل کېږي او په کور کې يې درملنه ناشونې ده. هر څوک چې له دې ستونزې سره مخ شي بايد بې‌ړنۍ توګه روغتون ته لاړ شي.

کارپوهان سپارښتنه کوي چې د کوروالۍ پر مهال بايد بېړه ونه‌شي، له زور زياتي او بې‌پروا حرکتونو ډډه وشي. دواړه لوري بايد خپل حرکات همغږي کړي څو د ستونزو مخه ونيول شي. که څه هم ډېر کسان دا خبره په لومړي سر کې عجيبه ګڼي، خو حقيقت دا دی چې د جنسي غړي ماتېدل يو واقعي طبي حالت دی چې د نه پاملرنې په صورت کې د تل لپاره د جنسي ژوند پر کيفيت ناوړه اغېزه کولی شي.

Leave a Comment