د لوڅو فلمونو اداکاره وايي دوه ځل یې خپل جنسي غړي تنګ کړی

لنا روډيس، چې د جنسي فلمونو نړۍ کې يوه مشهوره څېره ده، پخپله تازه مرکه کې داسې اعترافونه کړي چې د ډېرو لپاره حيرانوونکي دي.

لنا روډيس

هغې وويل چې د ښکلا لپاره يې دوه ځل خپل جنسي غړی تنګ کړی، داسې عمليات يې کړي چې جنسي غړی يې نور هم تنګ شي لکه هېڅ یې چې کوروالی نه وي کړی. دا ډول جراحي نه يوازې فيزيکي درد لري، بلکې د انسان روان هم متأثر کوي.

خو د هغې د ښکلا دا لېونۍ هڅه همدومره نه وه بسنه کړې. له دوهم عمليات وروسته يې يو ځل بيا پرېکړه وکړه چې دریم ځل خپل جنسي غړی تنګ کړي، ځکه داسې يې احساس کاوه چې لا هم کامل نه ده. دا پرېکړه، چې له بدني زيانونو ډکه وه، د هغې ډاکټر سخت اندېښمنه کړه او له هغې سره يې ډېر جدي خبرې وکړې.

لنا روډيس

ډاکټر هغې ته ښکاره وويل چې که دریم ځل دا جراحي وکړي، نو د هغې بدن نور دا فشار نه شي زغملی، او کېدای شي تل‌پاتې ستونزې ورپېښې شي. ډاکټر د عملیاتو څخه انکار وکړ او ټينګار يې وکړ چې له دې وروسته دا ډول خطرناکې پرېکړې ونه کړي، ځکه دا جراحي نور له ښکلا نه، بلکې له ځان ځورونې سره ورته ده.

لنا روډيس پخپلو خبرو کې اعتراف وکړ چې دا ډول پرېکړې يې د ټولنيز فشار، پر ځان د انتقاد، او “مکمل ښکلا” د وسوسې له امله کړې وې.

هغې زياته کړه چې اوس د ځان منلو پر لور روانه ده، او غواړي نورو ښځو ته دا پېغام ورسوي چې “کاملتيا” يو فریب دی. .

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top