صرف د زړو نارینه و سره کوروالی کوي

هغه امريکايي مېرمن چې خپل نظر يې له خلکو سره شريک کړی، وايي چې دا وخت يوازې د زړو نارينه و سره کوروالی کوي. د هغې په خبره، زوړ عمر د نارينه‌وو لپاره کومه ستونزه نه ده، بلکې دا عمر هغوی لا تجربه‌کار، تکړه او هوښيار ګرځوي.

هغې زياته کړه چې د ځوانانو سره د کوروالي تجربه دومره خوندوره نه ده، ځکه دوی اکثره يوازې په ځان متمرکز وي او د ښځې احساساتو ته توجه نه کوي. خو زوړ سړی ښه پوهېږي چې ښځه څنګه خوشاله شي.

دې وويل چې زړو نارينه‌وو سره د کوروالي پر مهال سړی ځان خوندي احساسوي، ځکه هغوی په جذباتو نه، بلکې په تجربه، پوهه او نرم چلند باندې عمل کوي. دوی سړی ته د احترام او ارزښت احساس ورکوي.

د هغې له قوله، د زړو نارينه‌وو يو بل لوی امتياز دا دی چې مالي لحاظه هم ډېر پياوړي وي. د هغوی سره پيسې وي، سخاوت کوي، ډالۍ ورکوي او د ښځې نازونه په مينه پورا کوي. دا هغه څه دي چې ډېری ځوانان نه لري.

هغې وويل چې ځوانان اکثره بې مسؤوليته وي، ډېر ژر ستړي کېږي او د ښځې خواهشات له پامه غورځوي. همداراز، د هغوی کاري ژوند هم بې‌ثباته وي چې له امله يې ښځه هم بې‌باوره احساس کوي.

د زړو نارينه‌وو قوت ته اشاره وکړه او ويې ويل: “خلک فکر کوي زوړ سړی کمزوری وي، خو ما تر اوسه د زړو سړيو څخه دومره خوږ، ژور او خوشحال کوونکی کوروالی نه و ليدلی. هغوی نه ستړي کېږي، نه بې‌صبره کېږي.”

په پای کې دې زياته کړه چې هره ښځه چې له احساساتو، آرامۍ او مالي استقرار سره مينه لري، بايد د زړو نارينه‌وو خوا ته لاړه شي. ځوانان ښايسته دي، خو يوازې ښايست نه بسنه کوي. تجربې او درک ډېر مهم دي.

 

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top