سيمای، چې د ښکلا او فېشن نړۍ کې مشهوره نوم لري، په یوه تازه مرکه کې ويلي چې بدرنګ نارينه اکثره وخت د کوروالي په برخه کې تر ښکلو نارينه و ډېر ښه ثابتيږي. د هغې دا څرګندونې خلکو ته حیرانونکې ښکاره شوې، خو سيمای وايي چې دا خبره د تجربې له مخې کوي، نه د ظاهري قضاوتونو له مخې.
هغې زياته کړه چې بدرنګ نارينه اکثره وخت د خپلې ظاهري بڼې له امله له لږ اعتماد سره مخ وي، نو کله چې دوی له يوې ښځې سره کوروالي کوي، نو پوره هڅه کوي چې هغې ته خوند ورکړي، ځکه غواړي ثابت کړي چې دوی هم د مينې او خوښۍ وړ دي.
سيمای وويل چې ښکلي نارينه اکثره وخت يوازې په خپل ظاهري جذابيت باور لري، او فکر کوي همدا کافي ده چې يوې ښځې ته خوند ورکړي، خو دوی د احساساتي ژورتيا او فزيکي هڅو ته دومره پام نه کوي لکه بدرنګ نارينه.
هغې زياته کړه چې بدرنګ نارينه ډېر نرم زړه لري، ژر احساساتي کېږي، او د ښځې خوند ته ډېر اهميت ورکوي. دا ډول نارينه له ښځې سره پوره تماس نيسي، غوږ ورته نيسي، او د هغې د بدن ژبه درک کوي، چې دا هرڅه د يوې ښې جنسي تجربې لامل کېږي.
سيمای همداراز وويل چې ښځې بايد له ظاهري بڼې تېرې شي او د نارينه د دروني جذبو، مينې، او هڅو ته پام وکړي. ښکلا تل د خوښۍ ضامن نه ده، خو د زړه صداقت، هڅه، او ژوره مينه کولای شي يوه ښځه ډېر خوشاله کړي.
د هغې دا خبرې په ټولنيزو رسنيو کې پراخ انعکاس وموند، ډېرو ښځو ورسره موافق نظر څرګند کړ او ويې ويل چې دوی هم ورته تجربه لري، چې بدرنګ خو پاملرنه کوونکي نارينه تر ښکلو خو ځانغوښتونکو نارينه و غوره ثابتيږي.